د چین د دولتي شورا غړي او د عامه امنیت وزیر وانګ شیاو هونګ د جنورۍ په ۷مې نېټې په پلازمېنې بیجینګ کې د پاکستان د کورنیو چارو او نشه یي توکو ضد وزیر محسین نقوي سره لیدلي دي.
وانګ شیاو هونګ له نقوي سره په خبرو کې ویلي، چين به له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه اجماع پلې کړي، په بېلا بېلو کچو کې به ورسره پياوړې تبادلې وکړي او د ترهګرۍ او مخابراتي درغلۍ پر ضد به ورسره کلکه مبارزه وکړي.
نوموړي ويلي، چين به له پاکستان سره د پرسونلو، پروژو او اداري امنیت او د قانون پلي کولو په برخو کې ژورې همکارۍ وکړي، په مؤثره توګه به ورسره مختلف خطرونه او ننګونې حل او په ګډه به ورسره د دواړو هېوادونو ملي امنیت او ټولنیز ثبات خوندي کړي او په نوې زمانه کې د چین او پاکستان د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره به ورسره ګډ کوښښونه وکړي.
نقوي په خپلو خبرو کې ویلي، چې پاکستان به له چین سره د قانون د پلي کولو په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي او په پاکستان کې د چینایانو، چيني پروژو او ارګانونو د خوندیتوب لپاره به لازیات تدبیرونه ونیسي.



































