د برېتانیې سټنډارډ چارټرډ بانک او د فرانسې سوسایټي جینرال بانک او څو نورو اروپایي پولي سازمانونو په وروستیو څېړنیزو راپورونو کې ويلي، چې د چین اقتصاد به د ټېکنالوژیکي نوښت او زرغون بدلون په مټ په ۲۰۲۶م کال کې ثابته وده وکړي او د نړۍ د لویو اقتصادونو ترمنځ به قوي انعطاف وښیي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جنورۍ په ۷مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې په پرانیستې رویې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د پرمختګ او سوکالۍ شریکولو ته دوام ورکړي.
نوموړې ویلي، په تېر ۲۰۲۵م کال کې د چین اقتصاد د مختلفو خطرونو او ننګونو پر وړاندې مقاومت کړی، له فشارونو سره سره مخ پر وړاندې تللی او نوی او غوره پرمختګ یې موندلی دی او په خبره یې، د چین د ټېکنالوژیکي نوښت لاسته راوړنې او د زرغونې انرژۍ بدلون یې نړۍ رهبري کوي او جامع ملي ځواک يې نوې کچې ته رسېدلی دی.
چین د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو او سیمو عمده سوداګریز همکار دی، په نړیوالې اقتصادي ودې کې شاوخوا ۳۰ سلنه ونډه لري، د نړیوال پرمختګ لپاره یې حیاتي ځواک برابر کړی او په راتلونکي کې به د لوړې کچې پرانیستلو ته هم دوام ورکړي.



































