د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو دايمي کمېټې د جنورۍ په ۸مې نېټې غونډه کړې، چې پکې د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې، د دولتي شورا، د چين د خلکو د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې، د خلکو د سترې محکمې او د خلکو د لویې څارنوالۍ د ګوندي ډلو کاري راپورونه اورېدل شوي دي.
په دغې غونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سکرتريت کاري راپور هم اورېدل شوی دی.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري کړې او يوه مهمه وينا يې کړې ده.
روان کال د چين د کمونېست ګوند د تاسيس له ۱۰۵مې کليزې او د ۱۵م پنځه کلن پلان له لومړی کال سره برابر دی.
په غونډې کې پر دې ټينګار شوی، چې يادې کمېټې او ارګانونه بايد په نوې زمانه کې د شي جين پينګ د چيني شکله سوسياليزم مفکوره خپل لارښود وبولي او د ګوند د مرکزي کمېټې ټولې پرېکړې او پلانونه باید ښه پلي کړي.
دغه کمېټې باید د ۱۵م پنځه کلن پلان په موده کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په سترو ستراتيژيکو دندو تمرکز ولري او په بېلا بېلو برخو کې باید کارونه پرمخ بوځي او د ښه پيل لپاره يې باید هڅې وکړي.


































