د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د جنورۍ په ۸مې نېټې تونګلون سيسوليت ته د لاوس د خلکو د انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي د بيا ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې هيله څرګنده کړې، چې د لاوس د خلکو انقلابي ګوند او خلک به يې د تونګلون سيسوليت په مشرۍ يو موټی شي او د ګوند د دولسم ملي کانګرېس ټولې موخې او دندې به په برياليتوب ترسره کړي او په ۲۰۵۵ کال کې د ګوند د جوړېدو سلمه کليزه به ولمانځي او خپلو موخو ته به ورسېږي.
رئیس شي جين پينګ ويلي، چې هغه به له عمومي منشي تونګلون سيسوليت سره يو ځای د نویو سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو پر وړاندې د چين او لاوس د اړيکو د پرمختګ لپاره ستراتيژيکې لارښوونې پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د لوړو معيارونو، لوړ کيفيت او لوړو کچو په لور هڅې وکړي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې، ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره به نوي خدمتونه وکړي.


































