د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په اتمې نېټې ” د ۲۰۲۶م کال د چين او افريقا د کلتوري تبادلې کال “ د پيل مراسمو ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د چين او افريقا د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۰مې کليزې په درشل کې د نوموړي فعاليت جوړونه د افريقايي هېوادونو او د چين د مهم توافق په رڼا کې جوړېږي او دا یې د تاريخ په نوې مبدا کې د دواړو خواوو د دوستۍ د لاټينګښت لپاره مهم ګام یاد کړی دی.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې دواړه خواوې له دغه فعاليت څخه ګټې واخلي، خپلمنځي دوديزه دوستي وساتي او لا يې ټينګه کړي، د تمدنونو متقابلې زده کړې زياتې کړي، د دواړو خواوو د وګړو او په تېره بیا د ځوانانو تګ راتګ پياوړی کړي، د حکومتولۍ د تجربو تبادلې ژورې او د عصريتوب پر لارې همکارۍ وکړي او له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخو کې د سراسري جنوب هېوادونو د يووالي لپاره خدمتونه وکړي.



































