یکشنبه, نوومبر 1, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

    کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

    مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

    کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

    مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

له افريقايي ټولنې سره د چین ستراتيژيکې خبرې اترې

جنوري 10, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر ځايي وخت د جنوري په اتمه نېټه په اديسه بابا کې د افريقايي ټولنې د کمېټې له رئيس یوسف سره د چين او دې ټولنې ترمنځ د نهم پړاو ستراتيژيکې خبرې اترې وکړې.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي چې افریقايي ټولنه د افريقايي يووالي او همکارۍ د رهبرۍ په برخه کې مهم رول لوبوي او د چين او افريقا ترمنځ په اړيکو کې مهم او ځانګړی ځای لري. په تېرو مسلسلو ۱۳ کلونو کې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د دې ټولنې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي او دا د دې ښکارندويي کوي چې چين له دې تولنې سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. روان کال د چين او افريقا ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کليزې سره برابر دی او هم ۳۶ م کال کېږي چې د چين د بهرنيو چارو وزير په هر نوي کال کې له افریقا څخه ليدنه کوي. د چين دغه ديپلوماتيکه عنعنه د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ دوام او ورڅخه هم د افريقا پر وړاندې د چين ثابته تګلاره او د پرمختیايي هېوادونو يووالی ښکاري. د چين او افريقا عمومي نفوس څه باندې ۲ اعشاریه اته ميليارده دی. که يووالی وساتي او زيار وباسي، نو خامخا به هر ډول ستونزې لرې کړي، د عصريتوب ګامونه به چټک کړي او يوه لا معقوله، عادلانه او ثابته نړۍ به اباده کړي.

هغه زياته کړې چې اوس چين او افريقا په کليدي پرمختیايي پړاو کې دي او له ډېرو نويو همکاريزو فرصتونو سره مخ دي. چين غواړي د ځاني پرمختګ له لارې د افريقا په شمول له پراخو پرمختیايي هېوادونو سره مرستې وکړي او ورسره د عصريتوب د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې هم وکړي او په ګډه د سراسري جنوب هېوادونو ګټې وساتي. د چین او افريقا د همکارۍ فورم د دواړو خواوو د ګډ پرمختګ لپاره مهم رول لوبولی دی او هم د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره يې لاره هواره کړې ده. دواړه خواوې دې له دې فورم په استفادې خپلمنځي همکارۍ لا پیاوړې کړي او په ګډه د بريالۍ همکاريزې پروژې رامنځته کړي. په ورته مهال دواړه خواوې بايد په پر له پسې توګه د دوه اړخيزو اړيکو ستراتيژيک او نمونوي اهميت او اغېزه لوړه کړي او په دغو اړيکو کې دې د دې ټولنې له خوا د لارښوونکي رول د لوبولو لپاره هڅې وکړي.

 چين د دې ټينګ ملاتړ کوي چې افريقايي ټولنه د افریقايي هېوادونو د خپلواکۍ او د خپلواکو پرمختیایي حقونو د ساتلو لپاره د رهبرۍ رول لوبوي، افریقايان په خپله د دې وچې په دننه کې موجودې ستونزې لرې کوي، له خپلو مشخصاتو سره سم خپله پرمختيايي لار غوره کوي او افريقايي ټولنه په سيمه ييزو چارو کې عمده رول لوبوي.

هغه هم همدارنګه ويلي چې افريقايي ټولنه په لومړي وخت کې د نړيوال مديريت په هکله د رئيس شي جين پينګ له وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړی او داسې ښکاري چې دواړه خواوې يو د بل مفکوره مني او د نړيوال عدالت د رامنځته کولو په اړه ګډ نظر لري.

چين غواړي چې له دې ټولنې سره د څلورو لویو وړانديزونو په برخه کې دوه اړخيزې تبادلې لا پياوړې کړي، په نړيواله صحنه کې د افريقا د لا مهم رول له لوبولو څخه ملاتړ وکړي، په ګډه رښتيني څو اړخیزم پلی کړي او د نړيوال مديريت د لا معقوله او عادلانه سيستم د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

یوسف چين د افريقا د باور وړ همکار بولي او ویلي يې دي، د چین د بهرنيو چارو وزيرانو په تېرو مسلسلو ۳۶ کلونو کې د هر نوي کال په سفرونو کې افريقا انتخاب کړې او دا جوت کوي چې چين افریقا د ستراتيژۍ له پلوه افريقا ته په درنه سترګه ګوري. د افريقا او چين ترمنځ دوستي د متقابل درناوي او د سوله ييز پرمختګ د ګډې هيلې پر بنسټ ده او د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ د همکاريو نمونه يې جوړه کړې ده. افريقايي ټولنه له چين څخه مننه کوي چې له اوږدې مودې راهيسې يې په بېلا بېلو برخو کې له افريقايي هېوادونو سره په يوه لوري ګامونه پورته کړي، د دې وچې له پرمختګ څخه بې غرضه ملاتړ يې کړی دی. د ده په خبره افريقا د دې ستاينه کړې چې د چین او افريقا د همکارۍ فورم ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او خلکو ته يې رښتينې ګټې رسولې دي. هغه زياته کړې چې افريقايي ټولنه د يوه چين پېژندنې د اصل مراعت کوي، د تايوان مسئلې په هکله د چين له کليدي ګټو څخه ملاتړ کوي او د چین د بېلتونپالنې له هر ډول کړنو سره مخالفت کوي. دغه ټولنه غواړي چې د یاد فورم په شمول د اړوندو ميکانيزمونو له لارې له چین سره همکارۍ لا پياوړې کړي، څو خلک ترې ګټې واخلي.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
Dancers make out the shape of Africa during the opening ceremony of the Dakar 2026 Youth Olympic Games at the Abdoulaye Wade Stadium, in Diamniadio, Senegal, Saturday, Oct. 31, 2026.  (Lillie Yazdi/OIS/IOC via AP)

د شي جين پينګ ځانګړي استازي ګاو جه دان د ځوانانو اولمپیک لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

نوومبر 1, 2026

زیلینسکي: اوکراین او ترکیه به د تور سمندر د غلودانو دهلیز په جوړونه کې هڅې وکړي

نوومبر 1, 2026

د چین مرستیال صدراعظم هه لیفېنګ د ۲۰۲۶ کال د «نړیوالو ښارونو ورځې» په مناسبت نړیوال اصلي فعالیت کې ګډون وکړ

نوومبر 1, 2026

ترکيې خپل د بهرنيو چارو پخوانی وزير د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوماند په توګه معرفي کړ

نوومبر 1, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In