د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې وویل،”زه نړیوال قانون ته اړتیا نه لرم.” په دې وروستیو ورځو کې د سي جي ټي ان نظرپوښتنه چې په ټوله نړۍ کې د انټرنېت کاروونکو ترمنځ ترسره شوې ښیي چې ۹۳ اعشاریه ۵ سلنه ځواب ویونکو وویل چې امریکا پر یو اړخیزم ټینګار کوي او خپل ځان یې د نړیوالې ټولنې په مخالفت کې ځای پر ځای کړی دی. ۹۱ اعشاریه ۷ سلنه ځواب ویونکو وویل چې د نړیوالې حکومتولۍ اصلاحاتو ته بېړنۍ اړتیا ده.
سروې دا هم وموندله چې ۸۹ اعشاریه ۹ سلنه ځواب ویونکي موافق دي چې د همغږې همکارۍ پر بنسټ څو اړخیزیزم لاهم د اوسنۍ نړیوالې حکومتولۍ ستونزو د حل لپاره کلیدي پاتې دی. ۹۴ اعشاریه ۴ سلنه ځواب ویونکي په دې باور دي چې د نړیوالې حکومتولۍ اصلاحاتو ته وده ورکول، د نړیوالو قوانینو ساتنه او د څو اړخیزو میکانیزمونو اغیزمنتوب لوړول ډېر مهم دي او ۹۰ سلنه ځواب ویونکي په دې باور دي چې لوی هېوادونه باید د نړیوالې حکومتولۍ اصلاحاتو په هڅولو کې لازیات رغنده رول ولوبوي.



































