د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جنورۍ په ۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د تایوان په اړه د امریکا د وروستیو څرګندونو په اړه ځواب ورکړ.
ویاندې ماو نینګ وویل، تایوان د چین د خاورې یوه نه جلا کېدونکې برخه ده او د تایوان مسئله په بشپړ ډول د چین داخلي مسئله ده. د تایوان د مسئلې حل کول پخپله د چینایانو کار دی او هېڅ بهرنۍ لاسوهنه نه مني.



































