د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر ځايي وخت د جنورۍ په ۸مه نېټه د افريقايي ټولنې په مقر کې د دې ټولنې د کميسيون له مشر يوسف سره د چین او افريقايي ټولنې د ۹م پړاو ستراتيژيکې خبرې اترې وکړې. وانګ يي وویل، روان کال د چین او افریقا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو ۷۰مه کليزه ده او همدارنګه ۳۶م پرله پسې کال دی چې د چين د بهرنيو چارو وزير د نوي کال په پيل کې افريقا ته خپل لومړی سفر کوي.

د ۳۶ کلونو په اوږدو کې د دې دوامداره دود لاملونه څه دي؟ لومړی، دا د چين او افريقا د دوستۍ دوام منعکس کوي. دوهم، دا د افريقا په اړه د چين د تګلارې ثبات ښيي او درېيم، دا د پرمختيايي هېوادونو يووالی ښيي.



































