د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۷مه نېټه د ميامي د دايمند نويګټر اکاډمۍ (Diamond Navigator College, Miami, Florida)، د فلوريډا پوهنتون (University of Florida) او د ميامي داد اکاډمۍ (Miami Dade College) د ښوونکو او زده کوونکو پلاوي ته ځوابي ليک واستوه.
دغه پلاوی چين ته په سفر راغلی دی.
رئيس شي جين پينګ ويلي، چې د چين او امريکا تر منځ اړيکو د پرمختګ هيله په خلکو کې او د پرمختګ اينده يې په ځوانانو کې ده، دوستانه تبادلې او همکاري د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده. ده زياته کړې: هيله لرم چې لا زيات امريکايي ځوانان به د چين او امريکا تر منځ د دوستانه اړيکو په هڅولو کې ګډون وکړي او د دواړو اړخونو تر منځ د کولتوري تګ راتګ لپاره به خپل رول ولوبوي.


































