د منځني ختيځ سيمه به په ۲۰۲۶کال کې نه يوازې له ننګونو، بلکې له فرصتونو سره مخ وي.
د ايران په دننه او بهر کې موجودي ستونزې
په وروستيو ورځو کې په ايران کې د توکو د بيې لوړوالي او د پيسو ارزښت د ټيټوالي له امله ستر احتجاجي لاریونونه رامنځته شوي چې ژر د دغه هېواد ګن شمېر ځايونو ته پراخ شول او له امله يې زياتې مرګ ژوبلې هم رامنځته شوې دي. د ايران مذهبي مشر سیدعلي خامنه اي د جنورۍ په ۹مه نېټه خلکو ته ټلويزيوني وينا وکړه او پر خلکو يې غږ وکړ چې يووالی وساتي. د تحليل کوونکي په اند، ايران د هېواد په دننه او بهر کې له درېيو سختو ننګونو سره مخ دی او د دغه هېواد د حالاتو بدلون به پر منځني ختيځ ستره اغیزه وکړي.
لومړی، د ايران په دننه کې سخت اقتصادي فشارونه موجود دي. وروسته له هغې چې امریکا په ۲۰۱۸کال کې په يو اړخيزه توګه د ايران له ذروي تړون څخه ووتله، ايران د لويديځو هېوادونو تر څو دورو بنديزونو لاندې راغی چې په پايله کې يې د دغه هېواد د پيسو ارزښت کم شوی، انفلاسيون سخت شو، اقتصاد يې کمزوری شوی او دې کار د خلکو ژوند اغیزمن کړی چې همدا ډول يو لړ ستونزې د احتجاجي لاریونونو سبب شوې دي.
دويم، بهرنیو پيښو ايران اغیزمن کړی او له امله يې خطرونه ورته زياتوي. د ايران بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي په وروستيو ورځو کې وويل، ايران هر ډول امکاناتو ته جنګي تياريانې نيولې دي. د عربي متحده اماراتو سیاسي او اقتصادي شنونکی علي حسن په دې نظر دی، چې امريکا په وروستۍ موده کې پر وينزويلا ناڅاپي بريد وکړ او دا امکان زیات دی چې په راتلونکې کې د ايران په مقابل کې ورته اقدامات وکړي. په همدې وخت کې د ايران او وينزويلا تر منځ همکارۍ نژدې شوې، نو د وينزويلا د سياسي حالاتو بدلون به پر ايران منفي اغيزه وکړي. دغه راز، د ايران او اسرائيل تر منځ د نوې مستقيمې جګړې امکان لا هم شتون لري.
درېيم، د ايران د ذروي مسئلې په هکله پرمختګ ناشونی دی. د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون د منځني ختيځ د څيړنيز انسټيټيوټ څيړونکي باو چنګ جانګ وويل، د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان په وروستيو ورځو کې ویلي چې امريکا، اسرائيل او اروپا پر ايران د هر اړخيزې جګړې لپاره چمتو کېږي، له دې څخه څرګندېږي چې د ايران پر ذروي سیستم د محدوديت لغوه کول او د دغه تړون د بېرته اعاده کېدو شونتيا ډېره کمه شوې او له امله يې د ایران او لويديځو هېوادونو اړيکې له خنډ او ټکر سره مخ کېږي.
د فلسطين او اسرائيل ترمنځ اوربند کمزوری ښکاري
سره له دې چې د غزې په تړانګې کې د اوربند د لومړي پړاو تړون د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په لسمه نېټه نافذ شو، خو راتلونکی يې لا هم ناثابت دی.
د قطر د الجزيرې ټلويزيون د خبر له مخې، اسرائيل به د خپلو اصلي موخو پر پوره کېدو ټینګار وکړي چې د حماس له منځه وړل او د ځاني امنیت تامین يې بولي او خپلو نظامي تياريانو ته به دوام ورکړي. له بلې خوا حماس له اسرائيل څخه غوښتنه کوي چې له غزې څخه په بشپړه توګه ووځي او د فلسطين قانوني حقونه او ګټې وپيژني. د دواړو خواوو تر منځ اختلافونه د حل وړ نه دي، نو تاوتريخوالی به دوام ولري.
د فلسطين په دننه کې شخړې هم د اوربند په وړاندې يو لوی خنډ دی. د فلسطين ولسي مبارزې جبهې د سياسي بيورو غړي محمد علوش ويلي چې د ريښتني پخلاينې او تلپاتې سولې لپاره بايد حماس او فتح د خپلمنځي سياسي تجزيې د ختمولو سياسي اراده ولري، خو اوس اړونده زمينه نه پيدا کېږي.
په همدې وخت کې بهرني منځګړيتوب او کليدي مسئلې هرکله بدلېږي. د ګن شمېر هېوادونو پوهان دا نظر لري، که بېلا بېلې خواوې واقعي جوړ جاړی ونه کړي، د غزې مسئله به په راتلونکې کې لا نوره هم سخته شي او د اوږدې مودې لپاره به په شخړې کې پاتی شي.
ګڼ شمېر خطرونه: مسلسلې شخړې د پراخېدو په حال کې دي
اټکل کېږي چې په سوریه، سوډان او یمن کې روانې ګډوډۍ به په ۲۰۲۶کال کې په منځني ختیځ کې د سترو جګړو پر خطر بدلې شي.
د سوریې د واک سیاسي انتقال او امنیتي بیارغونه له ګن شمېر ستونزو سره مخ ده. د سوریې د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد عبدالواحد په دې نظر دی چې د دغه هېواد پر وړاندې درې ننګونې دي: د سوريې په دننه کې د مختلفو قومونو او سیاسي ډلو تر منځ شخړې دوام لري، امنیتي وضعیت لا هم نازک ښکاري، د داعش پاتې شوني لا هم په ځينو سیمو کې فعال دي او هڅه کوي چې له ګډوډۍ څخه په استفادې سره بيا خپل ځواکونه قوي کړي او ممکنه ده چې د بهرنيو ځواکونو تر منځ سيالۍ سختې شي او په دې وجه به د داخلي او بهرنیو ستونزو یو ځای کیدل سوريه له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي.
د سوډان کورنۍ جګړې سخت بشري بحران رامنځته کړی، چې د شخړو د زیاتوالي او سيمې ته د خپریدو خطر زياتېږي. اوس مهال، په سوډان کې نږدې ۳۰ ملیونه خلک بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري.
یمن په اوږد وخت کې د ټوټې کېدو په حال کې پاتې دی او په دې سيمه کې د لويو هېوادونو تر منځ سيالي له سیاسي لارو د ستونزو حل کېدل ډېر پېچلي کوي. د الجزیرې ټلويزيون راپور ورکړی چې د يمن شخړه یوازې د حوثیانو مسئله نه ده، د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اختلافات د دغه هېواد وضعیت لا نور هم پیچلی کوي.



































