د ایرلنډ صدراعظم میشل مارټین له ۱۴ کلونو وروسته یو ځل بيا چين ته سفر وکړ، هغه په ۲۰۲۶م کال کې د چین لخوا مېلمه شوی لومړی اروپايي مشر دی. د چین مېډيا ګروپ په دې وروستيو کې له صدراعظم مارټین سره ځانگړې مرکه وکړه.
ایرلنډ به د روان کال په دویمې نیمایي کې د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخلي، مارټین ويلي چې ايرلنډ غواړي د يادې ټولنې او چین تر منځ اړیکو د سالم پرمختګ په هڅولو کې رغنده رول ولوبوي. ښاغلي مارټین دا هم ويلي چې د چین پرمختګ نه یوازې د خپلو خلکو په ګټه دی، بلکې د ايرلنډ په ګډون هېوادونو ته پراخه انکشافي فرصتونه راوړي. هغه به د متقابلو ګټو پر بنسټ د دواړو اړخونو ترمنځ ستراتیژیکو همکاريزو اړيکو د دوامداره پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.



































