د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۱مې نېټې له افريقا څخه د ليدنې په ترڅ کې د سومالي له خارجه وزير عبدالسلام عبدي علي سره ټېليفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي د چين ـــ عربي هېوادونو په دوهمه سرمشريزه کې د سومالي د ولسمشر محمود د ګډون هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې چين او سومالي خپلمنځي دوديزه دوستي ساتلې او تل يې يو د بل درناوی او ملاتړ کړی دی.
نوموړي ويلي، هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل د سومالي د ټينګار لوړه ستاينه کوي او چین به د سومالي له ملي حاکميت، يووالي او د خاورو بشپړتيا څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
عبدالسلام ويلي، سومالي او چين خپلمنځي دوديزه دوستي ساتلې او له چين سره د اړیکو پرمختګ يې د سومالي کلک ستراتيژيک انتخاب ياد کړی دی.



































