پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

پر ونيزويلا د امريکا د پوځي مداخلې په غبرګون کې د افريقا غږونه

جنوري 13, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

امريکا په دې وروستيو کې د نېشه يي توکو د مخنيوي په پلمه په ونيزويلا کې پوځي عمليات کړي او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د ده مېرمن يې نيولي. نړيوالې ټولنې د امريکا د دغې کړنې غندنه کړې او د غندنې په اوازونو کې د افريقا غږ جدي او تېز دی. د افريقايي ټولنې او د لوېديځې افريقا د هېوادونو اقتصادي ټولنې په شمول افريقايي سازمانونو سمدستي خپل دريځ څرګند کړی، د جنوبي افريقا په شمول څه باندې لسو افريقايي هېوادونو د امريکا له دغې کړنې سره د مخالفت اعلاميې خپرې کړې او مختلفو اکاډميو د امريکا د زورواکې کړنې غندنه کړې ده. افريقا نه يوازې د امريکا له پوځي عملياتو سره مخالفت ښودلی، بلکې د نړيوالو قوانينو، تاريخي حافظې او راتلونکي امنيت د ساتنې لپاره يې د ګډې مبارزې دريځ په ډاګه کړی دی.

پر نړيوالو قوانينو ټينګار کول د افريقا د همدغه غبرګون لومړی لامل دی.

د ملګرو ملتونو په منشور کې ټاکل شوي، چې له ملي دفاع او يا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د صلاحيت د تر لاسه کولو پرته، هېڅ هېواد له زور نه په استفادې د نورو هېوادونو پر ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا تېری نه شي کولی.

پر ونيزويلا د امريکا پوځي عمليات، چې له قوانینو سره سمون نه لري او د نشه يي توکو د مخنيوي په پلمه يې په مستقيمه توګه د دغه هېواد برحال ولسمشر نيولی، له نړيوالو قوانينو څخه څرګنده سرغړونه ده.

د جنوبي افريقا ولسمشر ماتاميلا سيريل رامافوسا ويلي، چې د امريکا دغه کړنې د ملګرو ملتونو د غړي هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ته زيانونه رسولي دي. د ګانا حکومت د امريکا دغه کړنه ” د نړيوال نظام د ويجاړولو لپاره خطرناک ساری “ بللی. افريقايي هېوادونه په دې نظر دي، چې نړيوال قوانين د زور او بادارۍ غوښتنې پر وړاندې د لږ پرمختللو هېوادونو د دفاع وروستۍ کرښه ده، که امريکا په خپله خوښه د ونيزويلا ملي حاکميت پايمالولی شي، افريقايي هېوادونه ښايي په راتلونکي کې هم د دغه بادارۍ قرباني شي.

د استعمار د زيانمن شويو په توګه تاريخي حافظه د افريقا د غوسې او کرکې سرچينه ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پوځي عملياتو وروسته اعلان کړی، چې هېواد به يې د ونيزويلا د چارو اداره پر غاړه واخلي او د دغه هېواد د نفتو صادرات به کنټرول کړي. د ټرمپ دغه خبرې په افريقا کې د عامه افکارو څپه راپارولې. افريقايانو د ټرمپ څرګندونې د استعمارګرو نمونه يي بڼه بللې او له دې لارې يې هغه زمانه بيا ياده کړې، چې د امپرياليستي هېوادونو په زور د نورو هېوادونو سرچينې چور او تالان کړې دي.

افريقايي وچه په تېرې يوې اوږدې موده کې په استعماري ظلم ځپلې شوې وه. پر ونيزويلا د امريکا د پوځي مداخلي موخه په زور د بل هېواد د حکومت ړنګول او د دغه هېواد د طبيعي سرچينو کنټرول دي او اصلي بڼه له تاريخي استعماري تالان سره ورته ده.

پر امريکا د افريقا غندنه نه يوازې د ونيزويلا د ملاتړ غږ دی، بلکې په نوې بڼه د استعمار د بېرته رامنځته کېدو د مخنيوي هڅه هم ده. تاريخي ټپي افريقايي هېوادونه دې ته متوجه کوي، چې که زور غوښتنه موخې ته ورسېږي، لږ پرمختللي هېوادونه به هېڅ د ژوند خوندي فضا ونه لري.

خپلې ګټې پر امريکا د افريقا د نيوکې لامل هم دی.

پر ونيزويلا د امريکا د پوځي مداخلې رښتينې موخه له نفتو سره نژدې تړاو لري. ټرمپ په اړونده خبري ناسته کې ۲۶ ځله ((نفت)) ياد کړی دی. افريقايي هېوادونه اندېښنه لري، چې د امنيت او د نشه يي توکو د مخنيوي په پلمه مداخله د سرچينو د کنټرول نوی ماډل ګرځي.

د افريقايي هېوادونو دغه ډله ييز غږونه نه يوازې د امريکا د ناوړو پوځي کړنو غندنه ده، بلکې پر نړيوالو قوانينو او بشري عدالت د ټینګار کولو څرګندونه  کوي. دغه ډول مخالف غږونه د زور غوښتونکي سیاست د پورته کولو پر وړاندې ډېر ارزښتناک دي. دا نړۍ ته پيغام ورکوي، چې د رښتينې سولې ترلاسه کول د هر هېواد ملي حاکميت ته د برابر درناوي پر ورکولو تکيه کوي، نه دا چې کومې خوا لا پياوړی زور لري. د دغې هيلې پوره کول د نړيوالې ټولنې په تېره بيا د سراسري جنوب هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In