د چين خارجه وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۲ مه نېټه له افريقايي هېوادونو څخه رسمي لیدنه پای ته ورسوله او هېواد ته د ستنېدو په لاره کې په سريلانکا کې د لنډې مودې لپاره تم شو او په ورته مهال يې له خپل سريلانکايي سيال هیرات سره وليدل.
وانګ يي له هيرات سره په خبرو کې د چين او سريلانکا دوستي لرغونې بللې او په وينا يې، چين غواړي له سريلانکا سره د هېواد د حکومتولۍ تجربې تبادله کړي، په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي عملي همکارۍ پراخې کړي، د خلکو تګ راتګ اسانه کړي، متقابلې صميمانه مرستې او د نسل په نسل دوستۍ پر بنسټ ستراتېژيک مشارکت ژور کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کار وکړي.



































