د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پینګ د جنورۍ په ۱۲ مه نېټه د دغه ګوند د ديسپلین څارنې شلم مرکزي کميسيون په پنځمه عمومي غونډه کې وينا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د ګوند هراړخيزې رهبرۍ ته باید دوام ورکړل شي، څو لا پیاوړی شي، د ګوند د هراړخیز جدي مديريت لپاره باید په لا لوړ معيار او لا عملي اقدامات غوره شي، د ګوند د مرکزي کمېټې د مهمو پرېکړو او ترتیباتو د عملي کولو لپاره باید لااغېزمن اقدامات غوره شي، واکونه باید د لامعقولو سيسټمونو پرمټ مديریت شي، ګوندي غړي باید د فساد ضد مبارزې په اړه روښانه پوهاوی او ټينګ هوډ ولري، څو د هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان د موخو او دندو ترسره کېدل تضمين شي.



































