د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني او مل پلاوي په قطر کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت لوړولو په تړاو جوړه شوې نړیواله ناسته کې ګډون وکړ. سرچینې ویلي، چې دغه ناسته د روغتیايي شریکانو، نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده. عبدالولي حقاني په دې ناسته ویلي، چې د افغانستان روغتیايي سکتور د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، د مور او ماشوم روغتیا او د بېړنیو ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي برخو کې مرستې ته اړتیاوې لري.



































