د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د جنورۍ په ۱۴مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېر ۲۰۲۵م کال کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۴۵ اعشاريه ۴۷ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۳ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي او له ۲۰۱۷م کال یعنې له تېرو ۹ کلونو راهیسې يې دوامدار زياتوالی ساتلی دی.
د چين صادراتو په تېر ۲۰۲۵م کال کې له نړيوالو ننګونو سره سره پرمختګ موندلی او اندازه يې ۲۶ اعشاريه ۹۹ ټريليونو يوانو ته رسېدلې ده، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۶ اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي. په همدې کال کې د چين د وارداتو اندازه ۱۸ اعشاريه ۴۸ ټريليونو يوانو ته رسېدلې او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله صفر اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي.
په راپور کې چين له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د نړۍ دوهم لوی وارداتي هېواد ياد شوی دی.



































