د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۲۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه شبکه د یاد ولایت د جبل السراج ولسوالۍ اړوند په خواجه محمد خیل سیمه کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.



































