د موزمبیق ولسمشر فیلیپه نایوسي وايي، د ایدای په نوم توپان کې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر زرو ته ورسېږي. دا چورلېدونکی توپان د افریقا په سوېل کې د سلګونه نورو کسانو د مرګ لامل شوی دی. د سېلابونو او تېز باد له کبله ګڼ کورونه ویجاړ شوي. تر اوسه په رسمي ډول د توپان له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ ته رسېدلی. په ګاونډي زېمبابوې هېواد کې هم د ۹۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، چې د حکومتي چارواکو په وینا، د دغه هېواد په ختیځ او سوېل کې ۲۱۷ کسان لاهم ورک دي. مالاوي هم توپان سخت ځپلی چې سېلابونو ۱۲۲ کسان پکې وژلي. په موزمبیق کې لږترلږه د ۸۴ کسانو د مرګ خبر اعلان شوی. د دوی په وینا، د ونو او کورونو د چپه کېدو له کبله تر ۱۵۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. نورو ښارونو ته له بیرا ښاره غځېدلې لویې لارې هم زیانمنې شوې دي، خو د لېږد رالېږد چارې اوس د هوا له لارې کېږي.





































