د چین د موټرو صنعتي ټولنې د جنورۍ په څوارلسمې نېټې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې تېر کال د دغه هېواد د موټرو د توليد او پلور اندازې په جلا جلا توګه له ۳۴ ميليونو څخه پورته وه او نوی تاریخي ريکارډ یې جوړ کړی دی. دغه راز تېر کال په دغه هېواد کې د نوې انرژۍ د موټر د توليد او پلور اندازې په جلا جلا توګه له ۱۶ ميليونو څخه زياته وه، چې په دې جملې کې د نوې انرژۍ د موټرو د پلور اندازه یې د ټولو موټرو د پلور اندازې په سلو کې له پنځوسو څخه پورته وه.
تېر کال د چين د موټرو د توليد او پلور اندازه په جلا جلا توګه ۳۴ ميليونه او ۵۳۱ زرو او ۳۴ ميليونه او ۴۰۰ زرو ته رسېدلې، چې دغه رقم په جلا جلا توګه د وړم کال په پرتله په سلو کې لس اعشاريه څلور او نهه اعشاريه څلور زياتوالی ښيي او له مسلسلو ۱۷ کلونو راهیسې يې لومړی نړيوال مقام نيولی دی.
د معلوماتو له مخې، د چين د موټرو د توليد او پلور اندازې په تېرو درېیو کلونو کې له دېرش ميليونو څخه زياتې وې او په ورته وخت کې د نوې انرژۍ د موټرو د توليد او پلور اندازې يې په جلا جلا توګه ۱۶ ميليونه او ۶۲۶ زرو او ۱۶ ميليونه او ۴۹۰ زرو ته رسېدلې، چې دغه شمېرې د وړم کال په پرتله په سلو کې ۲۹ او په سلو کې ۲۸ اعشاريه ۲ زياتوالی ښودلی او له تېرو يوولسو کلونو راهیسې يې لومړی نړيوال ځای خپل کړی دی.



































