د چین د الکترونیکې سوداګرۍ دوه ورځنۍ غونډه د جنورۍ په ۱۴مې نېټې په بېجينګ ښار کې پای ته ورسېده.
د مالوماتو له مخې، د چين ډيجيټلي مصرف له ۲۳.۸ ټريليونو يوانو څخه اوښتی، چې له دې کبله دغه هېواد له تېرو مسلسلو ۱۳ کلونو راهیسې د نړۍ د انلاېن پرچون تر ټولو لوی بازار ګرځېدلی دی.
د ورېښمو لارې د الکترونيکې سوداګرۍ په اړه د چين د همکارانو شمېر ۳۶ ته رسېدلی او د نمونوي سوداګريزو سيمو د جوړونې چارې يې سالمې روانې دي او نړيوال د چین د الکترونيکې سوداګرۍ له بازار څخه ښې ګټې اخلي. همدا رنګه د الکترونيکې سوداګرۍ په تړاو د کارکوونکو شمېر يې له ۷۸ ميليونو څخه ډېر دی.
د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په بهیر کې، په دغه هېواد کې د الکترونيکې سوداګرۍ د ودې په رڼا کې د پوستي بستو د لېږد راليږد د چارو کلنی پرمختیایي انډول په سلو کې شل ډېر شوی او د لويې ډيټا په شمول د اړوندو سافټويرونو معلوماتي او خدماتي چارو يې چټک پرمختګ موندلی دی.



































