د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستيو کې رسنيو ته ويلي، چې هغه ته نړيوال قوانين اهميت نه لري او د ځان لپاره یې خپل اخلاقي معيارونه مهم ياد کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د جنورۍ په څوارلسمې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، چې نړيوال قوانين د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو پر بنسټ جوړ شوي او د اوسني نړيوال نظم بنسټ جوړوي او هم د نړيوالو کشالو د لرې کولو لپاره مهم اساس بلل کېږي.
نوموړې ويلي، د نړیوالو قوانينو ساتنه د نړيوال عدالت د ساتلو او د (( ځنګل قانون )) د بيا کارونې د مخنيوي لپاره اړينه او کليدي برخه ده او زياته کړې يې ده، لوی هېوادونه باید له نورو هېوادونو مخکې د نړيوالو قوانینو واک ته درناوی ولري او ور ترغاړې شوې دندې باید ښې ترسره کړي.



































