د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د کاناډا له بهرنيو چارو وزيرې انيټا انانډ سره ليدلي دي.
د کاناډا صدراعظم مارک کارني له اته کلن ځنډ وروسته له چين څخه رسمي ليدنه پيل کړې او د دغه هېواد خارجه وزیره انيټا انانډ هم له نوموړي سره په مل پلاوي کې بېجينګ ته تللې ده.
وانګ يي د مارک کارني روان سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره مهم او امنيت لرونکی بللی دی.
نوموړي له انيټا انانډ سره په لیدنې کې هيله ښودلې، چې چين او کاناډا پياوړې راکړې ورکړې وکړي، متقابل باور ټينګ او موانع لرې او همکارۍ ژورې کړي او د نوي وضعيت پر وړاندې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
انيټا انانډ ويلي، چې د هېواد نوی حکومت یې له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د همدې سفر له لارې په بېلا بېلو برخو کې له چين سره بیا خبرې پيل کړي او د ګډو ګټو لازياتې لاسته راوړنې ترلاسه او د څواړخيزو چارو همغږي او همکارۍ پياوړې کړي.



































