«چيو شه» مجله به د جنورۍ په ۱۶مې نېټې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله، « د مرکزي کمېټې غونډې ته د ښاري چارو وينا» خپره کړي.
په دغې مقالې کې د ښاري چارو په اړه د اوو برخو مهمې دندې ټاکل شوي، چې له مخې يې چين به عصري ښاري سيسټم ښه کړي او د نوښت، د ژوند د هوساينې او انسانتياوو، د زرغون پرمختګ او ټيټ کاربون ايستنې، د امنيت او تضمين، د ښاريانو د اخلاقي ابادۍ او د ځيرکو ټېکنالوژيو په برخو کې به د ښارونو سويې لوړې کړي.


































