د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۵مه نېټه له ايراني سيال عباس عراقچي سره ټېليفوني خبرې کړې دي.
عراقچي چيني سیال ته د ايران د وروستي وضعيت په اړه مالومات ورکړي او ويلي يې دي، چې په دغه هېواد کې وروستي لاريونونه او تاوتريخوالی د ځينو بهرنيو هېوادونو په لمسون شوي دي.
نوموړي ويلي، ایران به د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې غلی پاتې نه شي، خو په کور دننه یې له ټولو لوريو د ډيالوګ هرکلی کړی دی.
عراقچي هیله ښودلې، چې چين د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره نور زيات خدمتونه وکړي.
وانګ يي ويلي، چين د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوال قانون څخه ملاتړ کوي او په نړيوالو اړيکو کې له هر زورزیاتي سره، چې پر نورو خپلې غوښتنې مني، مخالفت کوي.
نوموړي باور ښودلی، چې د ايران حکومت او خلک به يووالی وساتي، ننګونې به حل کړي او د هېواد ثبات او قانوني حقونه به خوندي وساتي.
وانګ یي هيله ښودلې، چې په ایران کې بېلا بېل لوري سولې ته ارزښت ورکړي، سړه سينه وساتي او د ډيالوګ له لارې توپيرونه حل کړي او په خبره یې، چين به د ټولو ترمنځ رغنده رول ولوبوي.


































