چین په دې وروستیو کې له قوانینو او مقرراتو سره سم جاپان ته د دوه ګټه لرونکو توکو په صادراتو کنټرول پیاوړی کړی، خو جاپان، بې له دې چې د مسئلې سرچینې ته وګوري، برعکس پر چین د “اقتصادي جبر” تورونه پورې کړي دي.
د جاپان صدراعظمې سانای تاکایچي له چین څخه غیرمعقوله غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې پر دغه هېواد د صادراتو د کنټرول اقدامات بېرته واخلي.
د چین سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۱۵مې نېټې ويلي، چې هېواد يې د جاپان له یادې غوښتنې سره کلک مخالفت کوي او هیڅکله به یې ونه مني.
دلته باید د چین د یاد اقدام د مشروعیت او اړتیا لپاره ۲ مسئلې روښانه شي.
۱. ” دوه ګټه لرونکي توکي” څه دي؟
د چین د دوه ګټه لرونکو توکو د صادراتو د کنټرول مقرراتو له مخې، دغه ډول توکي په ملکي او هم پوځي چارو کې کارول کېږي.
۲. ولې چين جاپان ته د دوه ګټه لرونکو توکو پر صادراتو کنټرول پیاوړی کړی؟
ټولې نړۍ ته مالومه ده، چې کله سانای تاکایچي د جاپان د صدراعظمې په توګه ټاکل شوې، له همغه وخت راهیسې د چین په کورنیو چارو کې څرګندې لاسوهنې کوي او حتی د چین پر وړاندې یې پوځي ګواښونه هم کړي دي.

د چین سوداګرۍ وزارت د روانې میاشتې په ۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې وویل، چې جاپان ته به د دوه ګټه لرونکو توکو صادرات منع کړي.
چين په همدې لارې غواړي، د جاپان د “بیا پوځي کولو” او د دغه هېواد د اټومي هیلو مخه ونیسي او دغه چاره یې مشروع، معقوله او اړینه ده.
چين نه یوازې “د چین د صادراتو کنټرول قانون” او ” د دوه ګټه لرونکو توکو توکو د صادراتو کنټرول مقررات” مسؤلیتونه پوره کوي، بلکې د وسلو د نه خپرېدو نړیوالې دندې هم پلې کوي.
د چین دغه اقدام د جاپان د پوځي ځواک د پرمختګ د خطرناک تمايل په مخنیوي کې مرسته کولی شي او هم د مهمو پوځي ټېکنالوژیو او موادو د ترلاسه کولو په برخه کې د جاپان غیرقانوني چینلونه قطع کولی شي.
چين د سیمه ییز امنیت او نظم د ساتلو او د انسانانو د ګډ امنیت د ساتنې ټينګ هوډ څرګند کړی دی.
له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې، د اسیا او ارام سمندر سیمې په تېرو ۸۰ کلونو کې په دوامداره توګه پرمختګ، سمسورتیا او ثبات موندلی دی. کارپوهان د دغې سیمې د پرمختګ عمده لامل دا بولي، چې د سیمې هېوادونو له دوهمې نړیوالې جګړې څخه درس زده کړی او په ګډه يې تر جګړې وروسته تاسیس شوی نړیوال نظام ساتلی دی او د نړیوالو قوانینو او مقرراتو درناوی یې کړی دی.
خو اوس د سانای تاکایچي حکومت خپل پوځي جوړښت ګړندی کړی، چې دغې کړنې يې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظام او سیمه ییز امنیت ته سخت زیانونه رسولي دي. سربېره پردې، د جاپان اټومي خوب په نړیوالې ټولنې کې لویې اندېښنې راپورته کړې دي.
د جاپان لوړپوړو چارواکو په دې وروستیو کې په ښکاره ويلي، چې هېواد يې باید اټومي وسلې ولري.
نړیواله ټولنه باید واقعي تدبیرونه ونیسي او د جاپان د پوځي پراخوالي د مخنیوي لپاره باید ګډ کوښښونه وکړي. دغه راز نړیواله ټولنه باید د جاپاني پوځي پالنې د بیا راژوندې کېدو پر وړاندې قوي دفاع رامنځته کړي او باید تلپاتې سوله او نړیوال امنیت خوندي وساتي.



































