د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د بهرنيو هېوادونو د ۱۸ نويو سفيرانو باور ليکونه ومنل.
شي جين پينګ د يادو سفيرانو هرکلی کړی، چې په چين کې يې دندې پر غاړه اخیستې دي.
نوموړي يادو سفيرانو ته د دوی د هېوادونو مشرانو او خلکو ته نيکې هيلې وړاندې کړي او هيله يې ښودلې، چې دوی د چين بېلا بېلو ځايونو ته سفرونه وکړي او د چين ريښتنی او هراړخيز حالت وپېژني او د چين او خپلو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د ژورتيا لپاره خدمتونه وکړي.
شي جين پينګ ويلي، هېواد يې د چيني شکله عصري کېدو په نوی مزل کې دی، د ورخلاصون دروازه به نوره هم پرانېزي او د باکيفيته پرمختګ له لارې به نړۍ ته نور زيات ثبات او محرکه ځواک برابر کړي او نړۍ به پرمختګ ومومي.



































