د چين د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ به د اقتصاد نړيوال فورم او د سويس د فدرالي حکومت په بلنې د روانې مياشتې له ۱۹مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې په سويس کې د اقتصاد نړيوال فورم د ۲۰۲۶م کال په کلنۍ غونډه کې ګډون او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.


































