شانګهای همکارۍ سازمان د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايران وروستيو پېښو ته جدي پاملرنه او د ايران حکومت او خلکو ته يې ژوره همدردي څرګنده کړې. د دغو پېښو له امله په دغه هېواد کې د عامو خلکو او امنيت ساتونکو مرګ ژوبله رامنځته شوې او ملکي زېربناوې ويجاړې شوې دي.
دغه سازمان په خپله اعلاميه کې ويلي، چې يو اړخيزو بنديزونو د ايران د ملي اقتصاد ثبات او د خلکو ښېګڼو ته سخت زيانونه رسولي او په حقيقت کې يې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره د دغه هېواد د تضمين توان کمزوری کړی دی.
شانګهای همکارۍ سازمان د ايران په کورنيو چارو کې له لاسوهنو او په نړيوالو اړيکو کې د زور له استعمال سره مخالفت ښودلی او غوښتنه يې کړې، چې اوسنی وضعيت بايد په سياسي او ډيپلوماتيکو لارو حل شي.


































