د افريقايي ټولنې د کمېټې رئيس محمود علي يوسف په دې وروستيو کې له سي جي ټي ان سره ځانګړې مرکه وکړه. دا له خبري رسنۍ سره د افريقايي ټولنې د کمېټې د رئيس په توګه د نوموړي لومړۍ ځانګړې مرکه ده.
يوسف د ډيپلوماسۍ په برخه کې څه باندې ۳۰ کاله کار کړی او د چين او افريقا ترمنځ د دوستانه اړيکو د پرمختګ شاهد دی. نوموړي سي جي ټي ان ته ويلي، چې” چين د افريقا رښتينی ملګری دی. “
يوسف په تېرو لسیزو کې د چين چټک پرمختګ عجیب او د ټولو افريقايي هېوادونو لپاره هڅوونکې نمونه بللې. ده زياته کړې، چې د کمربند او لارې او د نړيوال مديريت په شمول د چين نړيوال وړانديزونه د افريقايي هېوادونو له ګټو سره سمون لري.
يوسف د چين او افريقا پر همکاريو د بې ځايه تورونو د لګولو له غږونو سره مخالفت ښودلی. ده ويلي، چې دغه خبرونه ناسم دي، ځکه کله چې نورو هېوادونو د زيربناوو په ابادۍ او نورو مهمو برخو کې د افريقايي هېوادونو د پرمختګ ملاتړ اراده نه ده ښودلې، چين په نوښتګره توګه افريقايي هېوادونو ته د مرستې لاس ورکړی دی.



































