د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په بلنې له خپل ازبکستاني سيال بختیار سعیدوف سره ټېليفوني خبرې تر سره کړې.
وانګ يي په يادو خبرو کې ويلي، چې د چين او ازبکستان د مشرانو ستراتيژيکه لارښوونه په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د هر فصل د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو لپاره مهم سياسي ضمانت برابر کړی. د هغه په خبره، تېر کال د چين او ازبکستان اړيکې ډېرې پياوړې شوې، چې د سوداګرۍ، کلتور او محلي تګ راتګ په برخو کې يې ډېر پرمختګ موندلی دی. سږ کال د چين او ازبکستان د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د ټينګېدو ۱۰مه کليزه ده، دواړه خواوې بايد په ګډه سره د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره راتلونکی لس کلن پلان جوړ کړي.
بختيار سعيدوف ويلي، چې د دې هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف د تېر کال په سپتمبر کې له چين څخه ليدنه وکړه او په دې سره يې د دواړو هېوادونو اړیکو ته غښتلی محرک ځواک برابر کړ. د هغه په وينا، ازبکستان په بهرنیو پاليسیو کې له چين سره اړيکو ته امتياز ورکوي او دواړه هېوادونه لوړ متقابل اعتماد لري. ازبکستان د يو چین پېژندنې پر اصل کلک ټينګار کړی او له هغو اقداماتو سره یې مخالفت څرګند کړی، چې د چین ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته زيانونه رسوي.



































