د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د جنورۍ له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې پورې له چین څخه لیدنه وکړه. نړیوالو رسنیو دغې لیدنې ته مثبت نظرونه ورکړل. دا په تېرو ۸ کلونو کې چین ته د کاناډا د لومړي وزیر لومړی سفر دی. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ له لومړي وزیر کارني سره د کتنې په وخت کې وویل، دواړه خواوې باید د متقابل درناوي، ګډ پرمختګ، متقابل باور او همغږۍ پر بنسټ ملګرتيا او همکارۍ وپالي چې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ستراتیژیکې لارښوونې برابرې کړي. دواړو خواوو د چین او کاناډا د مشرانو د ملاقات ګډه اعلامیه خپره کړه او موافقه یې وکړه چې د چین او کاناډا ترمنځ د نوي ډول ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو ، عمومي اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، مالي او کلتوري تبادلو په برخو کې به لاسته راوړنو ته وده او پرمختګ ورکړي.
سرچینې ویلي چې دواړو لوریو د همکارۍ ۸ ځانګړي سندونه لاسلیک کړل او په دې سره د دواړو هېوادونو اړیکو د پرمختګ برتري لا یقیني او پیاوړې شوې ده.
دا برتري په اسانۍ سره نه ده موندل شوې. په ۱۹۷۰ کال کې د چین او کاناډا د ډیپلوماتیکو اړیکو له ټينګېدو راهیسې، دوه اړخیزې اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له لوېدیځو هېوادونو سره د چین د اړیکو په سر کې وې. خو په وروستیو کلونو کې، د کاناډا د هغه وخت د حکومت د ځینو غیر معقولو اقداماتو له امله، دوه اړخیزې اړیکې ترینګلې شوې وې. په ۲۰۲۵ کال کې مارک کارني د کاناډا د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، د کاناډا نوي حکومت له چین سره د ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د لویو لاسته راوړنو د هڅولو وړاندیز کړی دی.
د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د کوریا جمهوریت په ګیونګ جو کې له لومړي وزیر کارني سره ولیدل او مهمې موافقې ته ورسېدل چې په دوه اړخیزو اړیکو کې د بدلون نښه وه. له دې مواققې یوازې څو میاشتې وروسته، کارني د کاناډا د لومړي وزیر تر ټاکل کېدو وروسته چین ته خپل لومړی سفر پیل کړ. د څېړونکو په اند، د لومړي وزیر کارني د سفر پایلې او د چین او کاناډا د اړیکو ښه والی به له نا څرګند برخلیک سره مخ اوسنۍ نړۍ ته ډېره مثبته انرژي ورکړي.
رئیس شي جين پينګ چین ته د کارني د سفر په ترڅ کې د چین او کاناډا ترمنځ د سیاسي، پرمختیایي، کلتوري او څو اړخیزو برخو څخه د نوي ډول ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو د جوړولو لپاره لارښوونه وکړه. لومړي وزیر کارني وویل چې کاناډا غواړي له چین سره پیاوړې، دوامدارې او نوی ډول ستراتیژیکې همکاریزې اړیکې ټينګې کړي ترڅو د دواړو هېوادونو خلکو ته لازیاتې ګټې ورسوي.
چین او کاناډا څنګه کولی شي په راتلونکي کې د دوه اړخیزو اړیکو سالم، باثباته او دوامداره پرمختګ ته وده ورکړي؟
متقابل سیاسي باور ددې اړیکو جوړولو اساس دی. که څه هم چین او کاناډا مختلف ملي شرایط لري، خو دواړه هېوادونه باید د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او د یو بل غوره شوي سیاسي نظامونو او پراختیایي لارو ته درناوی وکړي. لومړي وزیر کارني وویل چې کاناډا د یو چین پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي. دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د متقابل درناوي، مساواتو او متقابل ګټو په روحیه کې د چین او کاناډا ترمنځ د نوي ډول ستراتیژیکې همکاریزې اړيکې پرمختګ ته وده ورکړي.
پرمختګ او همکاري حیاتي ځواک دی
چین اوس مهال د کاناډا دوهم لوی سوداګریز همکار دی. چین ته د کارني د سفر له امله به د سوداګرۍ، انرژۍ، کرنې او ماليې په برخو کې د دواړو خواوو همکاري پراخه او پیاوړې شي چې د دواړو هېوادونو او نړۍ پرمختګ ته یې نوی خوځنده ځواک ورکړي.
بر سېره پر دې، د خلکو ترمنځ اړیکه بنسټیزه او اصلي موضوع ده. چین ته د کارني د سفر په جریان کې، دواړو خواوو پریکړه وکړه چې د چین او کاناډا ګډه کلتوري کمیټه بیا کار پیل کړي چې د کلتور، تعلیم، هنر او کلتوري میراثونو په برخو کې به د تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
تمه کېږي چې د چین او کاناډا همکاري به په نړۍ کې د ثبات رامنځته کېدو سره ډېره مرسته وکړي او د نړیوالې حکومتدارۍ د ډېر عادلانه او مساوي پرمختګ په لور وده ورکړي.



































