د چين ميډيا ګروپ د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې لومړی تمرين وکړ.
د چين د ۲۰۲۶ کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې موضوع د اسونو ځغاسته نومول شوې، چې پرمخ ځغلي او څوک یې مخه نه شي نيولی. دغه ننداره به کتوونکو ته د خوښۍ په فضا کې د چین رنګارنګ هنرونه، نوښتونه، ښکلې منظرې او د چينايانو هوسا ژوند وښيي.



































