د چين د ګمرکاتو ملي ادارې مشرې سون مې جون د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۶ کال د چین د ګمرکاتو په کاري غونډه کې ويلي، چې د ۱۵م پنځه کلن پلان د تطبيق په ترڅ کې به د ګمرکاتي چارو همغږۍ ته پاملرنه وکړي، نه یوازې صادرات، بلکې واردات هم په مناسب ډول زیات کړي.
د تازه شمېرنې له مخې، د چين بهرنۍ سوداګرۍ په تېر کال کې له فشارونو سره سره زياتوالی موندلی دی. د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه يې د ۴۵ ټريليونو او ۴۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۳ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي او تاریخي ريکارډ يې جوړ کړی.



































