د چین د احصایې ملي ادارې د جنورۍ په ۱۹مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد مختلفو ادارو تېر کال د کورني او بهرني اقتصادي چاپېریال له پیچلي بدلون سره سره، د شي جين پينګ په مشرۍ د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د لارښوونې په رڼا کې د پرمختګ نوې نظریې پلې کړي، باکیفیته پرمختګ یې هڅولی، اغېزمنې عمومي تګلارې یې تطبیق کړي او د پرمختګ او امنیت ترمنځ اړیکې یې ښې ساتلي دي او په ټوله کې د دغه هېواد ملي اقتصاد له فشارونو سره سره ثابت پرمختګ موندلی او د باکیفیته پرمختګ نوي بریالیتوبونه موندلي دي.
د ابتدايي شمېرو له مخې، تېر کال د چین ناخالص کورنی تولید ۱۴۰ټریلیونو، ۱۸۷ میلیارډو او ۹۰۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی، چې دا د وړم کال په نسبت ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.



































