د چين د های نان ولایت مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۱۹مې نېټې يوه مطبوعاتي ناسته ترسره کړې ده.
د های نان د سيلانیزو چارو، کلتور، راډيو، ټېلويزيون او سپورټ ادارې مرستيال مشر لي های ګانګ يادې ناستې ته ويلي، چې د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د ځانګړې ګمرکي تګلارې د نافذېدو په لومړۍ مياشت او د بهرنيو سيلانيانو لپاره د نويو پاليسيو په رڼا کې په دغه ولایت کې د بهرنيانو د سيلانيزو چارو بازار ډېر پرمختګ موندلی دی.
نوموړي ويلي، په های نان کې د بهرنيانو د سيلانيزو چارو بازار د پيمانې، چوکاټ او کیفيت په برخو کې فعال او ژور بدلون موندلی او ښه پيل يې کړی دی.



































