د امریکا پر اوسني حکومت کال واوښت، خو نړيوال يې په اړه څه نظر لري؟
سي جي ټي اېن د جنورۍ په ۱۷مې نېټې په مجازي يا انټرنېټي نړۍ کې په انګلیسي، فرانسوي، روسي، عربي، اسپانیې ژبو یوه سروې ترسره کړې، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ زرو او ۹۹۰ خلکو پکې ګډون کړی او خپلې نظریې يې څرګندې کړې دي.
د سروې ۸۴ سلنه ګډونوالو د امریکا د اوسني حکومت په اړه نارضایت څرګند کړی دی.
د سروې ۸۶ اعشاریه ۲ سلنه ګډونوالو د ټرمپ پر ډيپلوماتیکې تګلارې ((امریکې ته لومړیتوب)) نیوکې کړې دي.
د سروې ۸۹ اعشاریه ۶ سلنه ګډونوالو ويلي، چې امریکا په تېر یو کال کې په نړیوالو چارو کې ناکامې کړنې ترسره کړي دي.
د سروې ۸۸ اعشاریه ۸ سلنه ګډونوالو بیا ويلي، د امریکا د اوسني حکومت په لارښوونې د دغه هېواد د دوو ګوندونو ترمنځ اختلافات نور هم سخت شوي او هم يې په ټولنې کې توپیرونه ډېر شوي دي.


































