ابتدايي شمېرې ښيي، چې تېر کال د چین ناخالص کورنی تولید ۱۴۰ ټریلیونو، ۱۸۷ میلیارډو او ۹۰۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی و، چې دا د وړم کال په نسبت ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
سي جي ټي اين په همدې اړه په مجازي یا انټرنېټي نړۍ کې يوه سروې ترسره کړې ده.
د سروې ۸۲ اعشاریه ۶ سلنه ګډونوالو ويلي، چې د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ په اړه د چين افکارو د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته لاره هواره کړې ده.
سي جي ټي اېن دغه سروې په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي چينلونو خپره کړې او په ۱۲ ساعتو کې ۱۰۰۴۴ کسانو پکې برخه اخیستې او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.


































