چين له کیوبا سره د بیړنیو خوراکي توکو مرسته کړې او په لومړۍ جوپه کې یې ورېجي ورلېږلې دي.
کیوبا ته د چین د وریجو لومړۍ جوپه د جنورۍ په ۱۹مې نېټې ورسېده او په دغه هېواد کې د چين سفارت یاده مرسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کيوبايي لوري ته وسپارله.
په يادو مراسمو کې د کیوبا مرستیال صدراعظم او د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې وزیر پیریز اولیوا، د داخلي سوداګرۍ وزیر ډیاز او په دغه هېواد کې د چین سفیر هوا شین ګډون کړی و.
پیریز اولیوا يادو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې دغه مرسته له کیوبا سره د چین د ارزښتناکې او ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي او په خبره یې، دواړو هېوادونو د انرژۍ په شمول ډېرو نورو برخو کې هم پراخې همکارۍ کړي او اغېزمن پرمختګ یې موندلی دی.
پیریز اولیوا له چين څخه مننه کړې، چې له کيوبا سره يې په سختو شرایطو کې مرسته کړې ده او دا یې د کیوبا او چین د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره یو ثابت عمل یاد کړی دی.
چين له کيوبا سره ۳۰ زره ټنه وریجې مرسته کړې او لومړۍ جوپه یې د روانې میاشتې په ۱۹مې نېټې ورته سپارلې ده او دویمه جوپه یې د کيوبا د سانتیاګو ډی بندر ته لېږدولې، چې ډېر ژر به یې ورته وسپاري.



































