د افغانستان د پلازمېنې کابل د پوليسو ادارې د جنورۍ د ۱۹مې نېټې په شپه د دې خبر پخلی کړی، چې د همدې ورځې په ماسپښين په دغه ښار کې يوه چاودنه شوې او له دې امله يوه چيني تبعه وژل شوی او بله هغه سخت ټپي شوی.
د کابل پر وخت د همدې شپې تر ناوخته د افغانستان حکومت د يو ترهګريز بريد په توګه د دې پېښې د پېژندلو اعلاميه نه ده خپره کړې.

د افغانستان ایمرجنسي مرکزي روغتون د ۲۰ ټپيان منلي دي، چې له دې جملې څخه د ۷ تنو د رسېدو په وخت کې د ژوندي پاتې کېدو کومې نښې نه درلودې.



































