د افغانستان په پلازمېنې کابل کې په يوه چیني رسټورانټ کې د جنورۍ په ۱۹مې نېټې چاودنه وشوه، چې له امله یې څو کسانو ته مرګژوبله واوښته. په دغې چاودنې کې يو چينايي وګړی وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جنورۍ په ۲۰مې نېټې په يادې چاودنې کې پر وژل شويو کسانو ژوره خواشيني څرګنده کړې او ټپيانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
نوموړي ويلي، چې هېواد يې له افغانستان څخه بېړنۍ غوښتنه کړې، چې تر خپلې وسې پورې ټپيان وژغوري، په دغه هېواد کې د چينايانو د پروژو او سازمانونو امنيت وساتي او ژر تر ژره د دغې پېښې ماهيت او علت پيدا او بريدګرو ته يې سزا ورکړي.



































