د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۰مې نېټې فاوستين ـ ارچانج توادېرا ته د مرکزي افريقا د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
چين او مرکزي افريقا په دې وروستيو کلونو کې يو له بل سره متقابل سياسي اعتماد ژور کړی، د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه يې يو له بل څخه ملاتړ کړی او په بېلا بېلو برخو کې يې د نظريو تبادلې او همکارۍ پياوړې کړې دي.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې هغه له مرکزي افريقا سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر توادېرا سره به په ګډو هڅو د چين او افريقا همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې موافقې پلې کړي، د دواړو هېوادونو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته به وده ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ډېرې ګټې ورسوي.



































