د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
هه لي فنګ په خپلې وينا کې ويلي، د چين دولت رئيس شي جين پينګ په تېرو څو کلونو کې څلور نړيوال وړانديزونه کړي او د نړۍ له ګډو ستونزو سره د مقابلې په پار يې د چين لايحه وړاندې کړې ده.
نوموړي د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې څلور فقره ييز نظر بيان کړی دی:
۱- مختلف هېوادونه دې پر ازادې سوداګرۍ ټينګار وکړي او د لاسونو په يو ځای کولو سره دې د اقتصاد ټولشموله جهانيتوب پرمخ بوځي.
۲- ټول هېوادونه دې څواړخيزم وساتي او د لا عادلانه او معقول نړيوال اقتصادي او سوداګريز نظم د بشپړولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
۳- بېلا بېل هېوادونه دې د خپلمنځي همکاريو په پياوړتيا لا زياتې ګډې ګټې پيدا کړي او په ګډه دې پرمختيايي خنډونه ليرې کړي.
۴- مختلف هېوادونه دې پر متقابل درناوي او مساوي سلامشورو ټينګار ولري او په ډيالوګ سره دې خپلمنځي توپيرونه کنټرول او ستونزې ليرې کړي.



































