د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په هسپانيې کې د دوو چټکو اورګاډيو د ټکر په اړه د دغه هېواد پاچا فېليپ شپږم ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.

شي جين پينګ په پيغام کې د هسپانيې په جنوب کې د دوو چټکو اورګاډيو د ټکر له امله، چې زياتو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې، د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د پېښې پر قربانيانو خواشيني څرګنده کړې او د دوی له کورنيو سره يې خواخوږي او ټپيانو ته یې د ښې روغتيا هيله ښودلې ده.
د چين صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ د هسپانيې لومړي وزير پېدرو سانچېس ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.



































