د برانډ فاينس (Brand Finance) په نوم د برېتانيې د برانډ ارزولو پولي شرکت چې مقر يې په لندن کې دی، د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د سويس په داوس کې يو راپور خپور کړی، چې پکې د چيني برانډونو د نړيوالو ارزښتونو او د دغه هېواد د نرم ځواک لوړه قدرداني يې کړې ده.
د دغه شرکت بنسټګر او د بورډ مشر دېويډ هېګ ويلي، د چين برانډونه اوس د خپلو وړتياوو او نوښتونو د ښودلو هڅه کوي او ممکن د نړيوالو برانډونو په منځ کې د وينا حق لا پسې پياوړی کړي.
برانډ فاينس په ياد راپور کې چين د نړيوالو برانډونو د ارزښت د زياتوالي مهم اينجن بللی او په اشارې يې ويلي، چې د چين ۶۸ برانډونه د ۵۰۰ ځواکمنو نړيوالو برانډونو په درجه بندۍ کې شامل دي، چې دا شمېر بې ساری لوړ دی او له امريکا وروسته یې په دغې درجه بندۍ کې دوهم ځای نيولی دی.



































