په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي پلاوي لنډمهالي شارژدافير سون لې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د امنيت شورا د اصلاحاتو په اړه د حکومتونو ترمنځ لومړۍ غونډې ته ويلي، جاپان د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو دنده پرغاړه نشي اخيستلی، نړيواله ټولنه پرې باور نه کوي او د امنيت شورا د دايمي غړيتوب شرطونه بيخي نه لري.
شارژدافير سون لې ويلي، امنيت شورا د نړيوال او ډله ييز امنيتي ميکانيزم مرکز دی، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظم د ساتلو، د نړيوالې سولې او امنيت د خوندي کولو ځانګړې او مهمې دندې پرغاړه لري.
نوموړي ويلي، شاوخوا اتيا کاله دمخه د ليرې ختيځ په پوځي محکمه کې د جاپان جنګي مجرمينو ته سزاګانې ورکړل شوې او همغه وخت نړيوال عدالت ترسره شوی او د انسانانو شرافت ساتل شوی دی. خو اوس د جاپان مليتاريزم خپله بڼه بدله کړې او پټ پرمختګ يې موندلی دی.
د جاپان ښي اړخو خپلو تېري کوونکو کړنو ته رنګ ورکړی او د نانجينګ ټولوژنې، د جنسي غلامانو او اجباري کارکوونکو د ګمارلو په شمول خپلې ناوړه کړنې يې رد کړي او د تاريخ تدريسي کتاب یې تعديل کړی دی.
د جاپان څو څوکۍ ناستي مشران د مړه شويو جنګي مجرمينو د مراتب لپاره ياسوکوني معبد ته تللي دي.
د جاپان لومړۍ وزيرې تاکايچی سانای د تايوان مسئلې په اړه يو لړ ناسمې خبرې کړي او چين ته يې ګواښونه کړي دي. دغه راز د دغه هېواد ځينو لوړ پوړيو چارواکو د ذروي وسلو د جوړولو نيت هم څرګند کړی او د دريو غير ذروي اصولو د بدلولو هڅه يې کړې ده.
د جاپان دغه کړنې د هېواد د بيا نظامي کېدو او د مليتاريزم د بيا ژوندي کېدو په اړه د ښي اړخو د بد نيت ښکارندويي کوي.


































