د چين د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې « د پوځي تيوريو کاري مقررات» د خپرېدو فرمان لاسليک کړی، چې د راتلونکي مارچ په لومړۍ نېټې به نافذ شي.
دغه «مقررات» په نوې زمانې کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورو په رڼا کې جوړ شوي، چې د پوځ د پياوړتيا او په نوې زمانې کې د پوځي ستراتيژۍ د اصولو څرګندويي کوي.
دغه «مقررات» د پوځي نظريو د عصريتوب پر چټکوالي، د پوځي تيوريو د لوړې کچې د طرحې پر نوښت، د پوځي تيوريو د څېړنيزو لارو پر اصلاحاتو، په کار کې د پوځي تيوريو د استعمال پر پياوړتيا او پر چيني ځانګړتيا لرونکي او عصري سيسټم تمرکز لري.
يادو مقرراتو کې د چين د پوځي تيوريو په چارو کې د اصلي غوښتنو او ميکانيزم معيارونه ټاکل شوي او د اړوندو چارو مهم قانوني بنسټ يې برابر کړی دی.



































