د چين سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې خبر ورکړی، چې هېواد يې د ۲۰۲۵م کال تر پايه په ۱۹۰ هېوادونو او سيمو کې څه باندې ۵۰ زره تصدۍ جوړې کړي او عمومي پانګونې يې له مسلسلو ۹ کلونو راهیسې د نړۍ درېيم ځای نيولی دی.
خبر وايي، په ۲۰۲۵م کال کې بهر کې د چين مستقيمې پانګونې ۱۷۴.۳۸ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۴م کال د ورته شمېر په پرتله ۷.۱ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين سوداګرۍ وزارت وياندې هه يونګ چيان په يادې خبري ناستې کې ويلي، چيني تصديو په ۲۰۲۵م کال کې په بهر کې لا زياتې پانګونې کړي، څه باندې ۲ ميليونه کاري فرصتونه يې برابر کړي او زيات شمېر ښوونيز، روغتيايي او چاپېريال ساتونکي تاسيسات يې جوړ کړي چې د ځايي خلکو زياتې ستاينې يې ترلاسه کړې دي.



































