د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جنورۍ په ۲۸مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د ۲۰۲۶م کال لپاره د ايپېک د لوړپوړو چارواکو لومړۍ غونډه به په ګوانګجو ښار کې ترسره شي.
نوموړي د ايپېک د لوړپوړو چارواکو سږنۍ غونډه د مشرانو غونډې ته د تياري عمده چينل ياد کړی، چې هر کال څلور پنځه ځلې ترسره کيږي. چين د ۲۰۲۶م کال لپاره د ايپيک کوربه هېواد دی او د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه به تر لسمې نېټې پورې د دغه هېواد په ګوانګجو ښار کې د ايپيک د لوړپوړو چارواکو لومړۍ غونډه او نورې اړوندې ناستې ترسره شي.



































